د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

mail-admin
Tue, Aug 11 2026 11:21 AM
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ياد شرکت او د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې ترمنځ د لا ښې همغږۍ، ګډو همکاریو په تړاوخبرې او نظرونه شریک شول.
د غونډې په ترڅ کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې منشي، طارق ناصري، د دغې اتحادیې په استازیتوب ایران ته د خپل ١٥ ورځني سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې د یاد سفر پر مهال د ستروسو د بڼونو په برخه کې د تحقیقاتي، فني او عملي زده‌کړو په موخه له اړوندو بنسټونو سره د همکارۍ او تفاهم یوه هوکړه‌لیک لاسلیک شوی او د ستروسو د باغونو د مدیریت، روزنې، څېړنې او فني چارو په اړه یې ګڼې تجربې او معلومات ترلاسه کړي دي.
طارق ناصري همداراز څرګنده کړه، چې تمه ده د ایران اړوند فني او علمي متخصصین په نږدې راتلونکې کې د ننګرهار د مالټې بنونو څخه له نږدې لیدنه وکړي.
په پای کې، د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي د ستروسو د بنونو د پراختیا، د علمي او فني تجربو د تبادلې او د اړوندو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS