بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

mail-admin
Mon, Jul 06 2026 8:22 AM
افزایش تولید عسل در بغلان؛ ۳۸۰ فارم سالانه تا ۳۵ متریک تُن عسل تولید می‌کنند

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په منظم ډول فعالیت کوي، چې د کورنیو اړتیاوو تر څنګ د شاتو د بازار د پیاوړتیا لپاره هم مهم رول لري.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په بغلان ولایت کې هر کال د ۲۵ څخه تر ۳۵ مټریک ټنو پورې شات تولیدېږي، چې د خپل لوړ کیفیت له امله د مصرفوونکو له لوري ښه بازار لري. د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وایي دوی هڅه کوي، چې د مچیو روزونکو ملاتړ لا پراخ کړي، څو د دې سکټور د تولید ظرفیتونه لوړ، د شاتو کیفیت لا ښه او د بازار موندنې فرصتونه پراخ شي.
د کرنې ریاست مسلکي کارکوونکي وایي، د بغلان شات د طبیعي نباتي پوښښ او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله د سیمې په کچه ځانګړی کیفیت لري. د دوی په وینا، د مچیو روزنې سکټور نه یوازې د شاتو په تولید کې مهم رول لري، بلکې د کرنیزو نباتاتو په ګرده‌افشانۍ، د حاصلاتو په زیاتوالي او د کلیوالو کورنیو د عاید په لوړولو کې هم اغېزناک تمامېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د مچیو روزنې سکټور د ودې لپاره د روزنیزو پروګرامونو، تخنیکي خدمتونو، تجهیزاتو او د بازار موندنې د اسانتیاوو پر برابرولو تمرکز کړی دی. د دغو هڅو موخه د شاتو د تولید زیاتوالی، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، د وارداتو پر ځای د کورنیو محصولاتو ترویج او د کلیوالو کورنیو لپاره د دوامدارو عایداتي فرصتونو رامنځته کول دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS