د وټرنر ډاکټرانو روزنیز پروګرام د پرانیستې په موخه پروان ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر
۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وټرنر ډاکټرانو هغه روزنیز پروګرام پرانیست، چې د هالنډ کمېټې له لوري تنظیم شوی، او د پرانیستې په مراسمو کې یې وینا هم وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اساسي موخه د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته خدمت کول او د هغوی د اقتصادي او معیشتي وضعیت ښه کول دي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالدارۍ په برخه کې د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا هڅې په دوامداره توګه روانې دي او د دغو روزنیزو پروګرامونو فارغان باید له زدهکړو تر بشپړولو وروسته د هېواد د مالدارانو په خدمت کې ودرېږي.
په دې پروګرام کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست، د مالدارۍ ریاست، د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د هالنډ کمېټې چارواکو هم ګډون کړی و او د وټرنر ډاکټرانو لپاره یې د عملي او نظري روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ. هغوی له ګډونوالو وغوښتل، چې له روزنیزو فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او له فراغت وروسته په خپلو اړوندو ولایتونو کې د حیواني روغتیا خدمتونه وړاندې کړي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په دې روزنیز پروګرام کې د هېواد د ۱۳ ولایتونو ۴۰ تنه وټرنر ډاکټران په عملي او نظري ډول روزل کېږي او د روزنې تر بشپړېدو وروسته به په خپلو ولایتونو کې د څارویو د درملنې او حیواني روغتیايي خدمتونو په برخه کې دندې ترسره کړي.
همداراز، په دې پروګرام کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ګډونوال حضور لري او د هالنډ کمېټې د وټرنر ډاکټرانو د روزنیز پروګرام له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۵۵۹ تنه روزلي او په اړینو وسایلو یې سمبال کړي، څو د هېواد د مالدارۍ د خدمتونو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
