د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

mail-admin
Sun, Jun 21 2026 4:09 PM
زمین از سوی وزارت زراعت به وزارت معارف انتقال داده شد

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او د پوهنې وزارت  ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
په دغه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بیا مېشتېدنې ریاست کې جوړه شوې وه د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د پوهنې وزارت د ښونځیو او تاسيساتو د ساتنې رییس مولوي محمد اسحق مقدس ګډون درلود.
ياده ځمکه د پوهنې وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لهخوا ياد وزارت ته د هلمند ولايت ناوې ولسوالی کې په ۳۳۴۶ متر مربع ځمکه باندې د ښونځي د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د پوهنې وزارت د ښونځیو او تاسيساتو د ساتنې رییس مولوي محمد اسحق مقدس ترمنځ لاسلیک شو.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS