د هلمند دکرنې رییس ددې ولایت د سوداګرۍ خونې له رهبرۍ او غړو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

mail-admin
Sun, May 24 2026 9:21 AM
د هلمند دکرنې رییس ددې ولایت د سوداګرۍ خونې له رهبرۍ او غړو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د هلمند ولایت د سوداګرۍ خونې له رهبرۍ او غړو سره د همغږۍ او ګډې همکارۍ ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو سکټور د پراختیا، د پانګونې د جلب، د سوداګرو د ستونزو د حل او د کرنیزو پروژو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
د هلمند دکرنې رییس مولوي شیراحمد رفیع د خبرو پر مهال وویل، د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د هلمندي سوداګرو او پانګوالو لپاره مناسبه ځمکه برابره او ورته تسهیلات رامنځته کړي، ترڅو هغوی وکولای شي د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې په پراخه کچه پانګونه وکړي.
 نوموړي زیاته کړه، د هلمند ولایت د کرنیز سکټور د پیاوړتیا او پراختیا په موخه یې له مرکز سره د څه باندې ۱۸ زره جریبه ځمکې د انتقال وړاندیز شریک کړی، ترڅو په یاده ځمکه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو پایداره او بنسټیزې پروژې تطبیق شي او د کرنیز اقتصاد د ودې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شي.
د هلمند دکرنې رییس له سوداګرو وغوښتل، چې د کرنې ریاست سره خپلې اړیکې لا پیاوړې او دوامدارې وساتي، خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه په دوامداره توګه شریک کړي، ترڅو د ګډ تفاهم او همغږۍ له لارې ورته پر وخت رسېدنه وشي.

هغه همدارنګه له هلمندي سوداګرو وغوښتل، چې د هلمند ولایت د کرنې په سکتور کې د پانګونې لپاره اغېزمنې او عملي طرحې د کرنې ریاست سره شریکې کړي، څو د ولایت په کرنیز سکټور کې د پرمختګ او اقتصادي ودې زمینه نوره هم پراخه شي.
د کرنې رییسس په خپلو خبرو کې وویل، چې نږدې وخت کې د ایران اسلامي دولت ته رسمي سفر لري او د همدې سفر لپاره یې ځانګړې طرحه ترتیب کړې ده، ترڅو د یاد هېواد پانګوال وهڅول شي چې د هلمند ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي له سوداګرو هم وغوښتل، چې د یاد رسمي سفر لپاره خپلې مشخصې غوښتنې، وړاندیزونه او طرحې ورسره شریکې کړي، ترڅو د سفر پر مهال د هلمند د سوداګرو او کرنیز سکټور اړتیاوې په ښه ډول مطرح او تعقیب شي.
بل لور ته د هلمند د سوداګرۍ خونې رهبرۍ او غړو د کرنې رییس له هڅو او برنامو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې د هلمند د کرنې، مالدارۍ او اقتصادي ودې لپاره به خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.
همدارنګه سوداګرو خپلې یو شمېر ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د کرنې له رییس سره شریک کړل، چې د کرنې رییس له لوري ورته د حل او لازمې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS