د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې
۱۷ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا ده.
د یاد شرکت اجرائيوي رییس، سید محمد نعيم محمدي، څرګنده کړه چې دغه شرکت، چې پخوا تر ډېره د زیتونو او مالټو په تولید مشهور و، اوس د خرما بڼونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې او په دې سره یې خپلې کرنیزې چارې لا متنوع کړې دي. د نوموړي په وینا، د خرما بڼونو پراخېدو نه یوازې د سیمې ښکلا زیاته کړې، بلکې اقتصادي ارزښت یې هم لوړ کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د هډې فارم په دویم بلاک کې پر شاوخوا ۷۵ جریبه ځمکه د خرما بڼونه جوړ شوي، چې له دې ډلې ۴۰ جریبه یې فعاله دي. په دغو بڼونو کې نږدې ۲۷۰۰ د خرما ونې کرل شوې دي، چې هر کال ترې د پام وړ حاصل ترلاسه کېږي.
ښاغلي محمدي زیاته کړه، چې د خرما بڼونو پراختیا به نه یوازې د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي، بلکې د سیمې خلکو ته به د کارموندنې نوي فرصتونه هم برابر کړي او پر سیمهییز اقتصاد به مثبت اغېز ولري.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د یادو پروژو دوام به د افغانستان د کرنې سکټور د ودې او ځان بسیاینې پر لور یو مهم ګام وي.
