د چرګانو روزنې د فارمونو د وقایې په پار هلې ځلې

content_admin
Sun, Jan 19 2020 3:44 PM
 د چرګانو روزنې د فارمونو د وقایې په پار هلې ځلې

۲۹ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د چرګانو روزنې د فارمونو د وقیایې په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. په وروستۍ بېلګه کې یې د ننګرهار دکرنې سرپرست ډاکټر محمدضمیر بهسودي د سراچې پله ترڅنګ پاکستان څخه د راوړل شویو چرګوړو څخه څارنه او نظارت وکړ.
د ښاغلي بهسودي په خبره ددې نظارت موخه د هغو یو ورځنیو چرګوړو د واردولو مخنیوی دی، چې روغتیایي سند ونه لري.
د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس او ورسره مل پلاوي د راوړل شویو چرګوړو روغتیایي اسناد او ګمرکي سندونه ولیدل او ویې ویل هغو چرګوړو ته به د راتګ اجازه ورنکړي، چې روغتیایي سند و نه لري.
ښاغلي بهسودي ددې کار موخه په هېواد کې د چرګانو روزنې د فارمونو وقایه او د چرګانو د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي بولې او زیاتوي، چې د ولایت د مقام له مشرتابه او ښکېلو خواوو سره په هغږۍ یې پلان چمتو کړئ دی، چې پر بنسټ یې د سرغړوونکو مخه نیول کیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS