د پکتیا سیدکرم کې د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې روزنیز پروګرام پیل شو

content_admin
Sun, Jan 19 2020 3:42 PM
د پکتیا سیدکرم کې د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ مرغومي ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت د سیدکرم په ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې روزنیز پروګرام په لاره اچولې ده.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دغه روزنیز پروګرام د پکتیا ولایت له سیدکرم ولسوالۍ څخه پیل شوی دی. په دې روزنیز پروګرام کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کیږي.
د کرنې وزارت د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا بڼوالو ته ددې روزنیز پروګرام په لړ کې د ژمي په موسم کې د ونو او نباتاتو د ناروغیو د وقایې مهمې او اغېزمنې لارې چارې په نظري اوعملي ډول ښودل کیږي. چې بیا وروسته دغه بڼوال او بزګران ددې روزنیز پروګرام په لړ کې زده کړي لارې چارې په خپلو بڼونو او کروندو کې عملي کوي.
د دې روزنیز پروګرام په لړ کې ګډونوالو ته د ونو د ژمني تېلو او د یوریا د چمتو کولو او استفادې لارې چارې هم په عملي او نظري ډول ښودل کیږي.
د چارواکو په خبره د «یوریا اسپري» ګټې او اهمیت په دې کې ده، چې مناسبه بیه لري او اقتصادي ده او همداراز چمتوکول یې اسانه ده. ددې ترڅنګ تخریب کوونکی او تجرزیه کوونکی خاصیت لري، چې د بڼ چاپریال وقایه کوي او له ناروغیو څخه یې خوندي کوي، نباتي پاتې شونې په خاوره کې تجزه کیږي او د خاوري د اصلاح او حاصل لوړولو لامل کیږي.
د پکتیا دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS