د کندهار کښته شاولیکوټ کې د یو لوی چکډېم رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Mon, Nov 24 2025 11:49 AM
د کندهار کښته شاولیکوټ کې د یو لوی چکډېم رغنیزې چارې پیل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو.ان.او.ډې.سې)، د هالنډ کمېټې او د کښته شاولیکوټ ولسوالی د مقر سیمه‌ ییزو خلکو په ګډه مالي همکارۍ، په یاده ولسوالی کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو لوی چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې، چې په راتلونکو درو میاشتو کې به یې ټولې ودانیزې چارې بشپړې شي.
د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي، چې د یاد چکډېم لپاره ۱.۳ میلیونه افغانۍ د هالنډ کمیټې له‌خوا او ۲.۳ میلیونه افغانۍ د سیمې د ځایي اوسېدونکو له‌خوا برابرې شوي دي. چې ټولې چارې به یې په خامه ډول ترسره شي. د همکار په وینا، یاد چکډېم ۸ متره جګوالي، ۶۴ متره اوږدوالي، په اوسط ډول ۱۲ متره پراخوالي او د ۴۰ زره متر مکعب اوبو د ساتلو ظرفیت لري. ترڅنګ یې په ودانیزو چارو کې ۵ فني او ۲۵ غیرفني کسانو ته لنډمهاله د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یاد چکډېم د جوړېدو موخه د سیمې بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو راکمول، د باراني اوبو راټولول او مهارول، د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړول، د سېلابونو مخنیوی، د کاریزونو او اوبو سرچینو پیاوړي کول، او د سیمه‌ییزو خلکو د اوبو ستونزو حل ته لاره هوارول دي.
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د کندهار غورک او نېش ولسوالیو کې هم د کرنې ریاست په هڅو او د همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ، د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو لویو چکډېمونو چارې پیل شوې وې، چې اوس مهال یې چارې په چټکۍ پرمخ روانې دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې په لیرو پرتو سیمو کې د وچکالۍ پر وړاندې او د اوبو د مهار لپاره خپلې هڅې لا هم چټکې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS