نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو
۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما بیولوژیکي موادو د ترویج او تطبیق پروګرام د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د پارون، واما او کانتوا ولسوالیو کې عملي شو.
یاد بیولوژیکي مواد چې د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست په لابراتوار کې تولیدېږي، د هغو نباتاتو ناروغیو په مخنیوي کې مؤثر رول لري، چې په خاوره کې ژوند کوي.
دا مواد په شنوخونو، نرسریو او د ګیلاس په بڼونو کې تطبیق شول، او تمه ده چې د نباتي ناروغیو د کنټرول او د حاصل د کیفیت په لوړولو کې ښه اغېزې ولري.
