د کرنې وزیر په کابل کې د هند د سفارت له شارژدافیر سره وکتل

user-admin
Thu, Nov 06 2025 5:49 PM
دیدار وزیر زراعت با شازدافیر سفارت هندوستان در کابل

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د هندوستان د سفارت له شارژدافیر سره وکتل او د همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د وزارت یو شمېر رییسان او سلاکاران هم حاضر وو. دواړو لورو د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه، په ځانګړي ډول د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او د میکانیزه کرنیزو وسایلو د وارداتو په برخو کې بحث او نظرونه تبادله کړل. همدارنګه، د دواړو هېوادونو د اتباعو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د پیل او د کرنیزو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وشو.
مولوی عطاءالله عمري په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان د څلوېښت کلونو جګړو تر څنګ د اقلیمي بدلونونو له اغېزو هم سخت متضرر شوی، چې وچکالۍ او کرنیزې آفتونه یې د هېواد د تولیداتو په کیفیت او کمیت دواړو ناوړه اغېز کړی دی. هغه زیاته کړه، چې اړینه ده د هغو نباتي ډولونو د روزنې او اصلاح په برخه کې علمي څېړنې وشي، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مقاومت ولري.
د هند د سفارت شارژدافیر په ځواب کې ډاډ ورکړ، چې هېواد یې د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره پر یوې طرحې کار کوي، چې له مخې به په افغانستان کې د «افغان–هندو» په نوم یو څېړنیز مرکز جوړ شي، او د نوو پروژو د پلي کېدو لپاره به هڅې وشي. هغه دا هم وویل، چې د کرنې وزارت د متخصصینو د ظرفیت د لوړولو په موخه به د حضوري او انلاین روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره شي.
دکرنې وزیر د هند له خوا د لابراتوارونو په تجهیز، د چکډېمونو په جوړولو او د مالدارۍ او حیواني روغتیا د کیفیت د کنټرول د لابراتوارونو په پیاوړتیا کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي همدارنګه له هند وغوښتل، چې د هغو افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې د افغانستان کرنیز او مالداري محصولات هند ته صادروي.
په پای کې، د هند شارژدافیر ډاډ ورکړ، چې یاد موضوعات به د ډیپلوماټیکو لارو له مخې تعقیب او په نږدې راتلونکي کې به عملي شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS