هلمند کې د غنمو لسګونه ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
Wed, Oct 22 2025 10:38 AM
هلمند کې د غنمو لسګونه ننداریزې کروندې جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  له خوا، د دې ولایت په څلورو ولسوالیو «مارجه، ناوه، ګرشک او نهرسراج» کې د غنمو ۴۰ ننداریزې کروندې جوړېږي.
د یادې پروژې له مخې، ۴۰ تنه بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د تطبیق په موخه ٢٥ کیلوګرامه د اصلاح شوي غنمو تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، یو عدد د خشاوې مارکر او د ځمکې د تیارۍ لپاره ۷۰۰ افغانۍ نغدې مرستې ورکړل شوه.
یادې مرستې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویل شوي، او د کرنیزو چارو آمریت اړوند متخصصین به د هرې ننداریزې کروندې تخنیکي څارنه کوي.
دغه ننداریزې کروندې به د غنمو د ښه حاصلاتو، د اصلاح شویو تخمونو د معرفي کولو، او د عصري کرنیزو طریقو د ترویج لپاره یو مهم ګام وي.
یاد غنم به د تخنیکي لارښوونو پر بنسټ په کتاري ډول وکرل شي، څو د غنمو د حاصلاتو د لوړولو لپاره ښه عملي بېلګه وړاندې کړي.


در ولایت هلمند ده‌ها مزرعه‌ی نمایشی گندم ایجاد می‌شود
۳۰ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند اعلام کرده است که در چهار ولسوالی این ولایت «مارجه، ناوه، گرشک و نهرسراج» ۴۰ مزرعه‌ی نمایشی گندم ایجاد می‌گردد.
بر بنیاد این پروژه، به ۴۰ دهقان به‌منظور تطبیق مزرعه‌های نمایشی ۲۵ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده‌ی گندم، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه، ۵۰ کیلوگرام کود سفید، یک عدد ابزار خط‌کِش (مارکر) و مبلغ ۷۰۰ افغانی نقدی برای آماده‌سازی زمین توزیع شده است.
این کمک‌ها از بودجه‌ی انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تمویل گردیده و متخصصان بخش امور زراعتی مسؤول نظارت تخنیکی هر مزرعه‌ی نمایشی خواهند بود.
مزرعه‌های نمایشی گندم گامی مهم در راستای افزایش حاصل گندم، معرفی تخم‌های اصلاح‌شده و ترویج روش‌های عصری زراعت به‌شمار می‌رود.
کشت گندم در این مزارع بر اساس رهنمودهای تخنیکی و به‌صورت کتاری انجام خواهد شد تا نمونه‌ی عملی مؤثری برای افزایش حاصل گندم ارائه گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS