پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

mail-admin
Mon, Oct 06 2025 2:29 PM
پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي دي.
د یاد ریاست د شمېرو له مخې، سږکال د پنجشېر د ولایت په کچه ۱۶۹۸ متریک ټنه لوبیا راټوله شوې، په داسې حال کې چې دا شمېر په تېر کال کې ۱۶۰۹ متریک ټنه وو.
د پنجشېر د کرنې رییس قاري فضل‌الله دیوبندي وایي، چې سږکال په دې ولایت کې ۱۳۴۳ هکټاره ځمکه د لوبیا تر کښت لاندې وه، او د تولید زیاتوالی د کرنیزو سیمو د پراخېدو او له بزګرانو سره د دې ریاست د نږدې همکارۍ پایله ده.
د پنجشېر بزګران د کرنې ریاست له ملاتړیزو پروګرامونو خوښي څرګندوي او د دغو مرستو د دوام غوښتنه کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS