دهلمند موسا کلا کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Mon, Aug 25 2025 11:33 AM
دهلمند موسا کلا کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د موساکلا ولسوالی د ځايي خلکو په غوښتنه، د باراني او سیلابي اوبو د مهارولو په موخه یو بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد بند د موسا کلا ولسوالی په هوسکي کلي کې رغول شوی دی، چې  د پرانیستې مراسمو کې یی د موسا کلا ولسوالی ولسوال ملاجانان اخند، امنیه قوماندان مولوي محمدي، د استخباراتو مدیر مولوي سعید، د کرنې ریاست مسؤل قاري حنفي، د سیمې علماء کرامو او ګڼو ولسي وګړو ګډون درلود.
دغه بند د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اوبو د منظم مدیریت، او د سیمې د کرنیزې ودې لپاره جوړ شوی، چې نن یې رسماً پرانیسته وشوه او د کلیوالو د استفادې وړ وګرځېد.
د هوسکي کلي اوسېدونکي د یاد بند په جوړولو خوښ دي او وایي، چې دغه بند به د دوی د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا ترڅنګ د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي. دوی له سیمه ییزو مسوولینو د ورته لا نورو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.
یاد ذخیروي بند د اوبو زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د موسمي سېلابونو د کنټرول په موخه جوړ شوی دی.


در هلمند بند کوچک آبی در موسا قلعه ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد
۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند به درخواست مردم محل در ولسوالی موسا قلعه، یک بند به‌منظور مهار آب‌های بارانی و سیلابی ساخته و به بهره‌برداری سپرده است.
این بند در قریه هوسکی ولسوالی موسا قلعه ساخته شده و در مراسم افتتاح آن ولسوال موسا قلعه ملا جانان آخند، آمر امنیت مولوی محمدی، مدیر استخبارات مولوی سعید، مسوول ریاست زراعت قاری حنفی، علمای محل و شمار زیادی از باشندگان محل حضور داشتند.
این بند به هدف آبیاری زمین‌های زراعتی، مدیریت منظم آب و رشد زراعتی منطقه ایجاد شده که امروز رسماً افتتاح شد و در اختیار روستاییان قرار گرفت.
باشندگان قریه هوسکی از ساخت این بند اظهار خرسندی کرده و می‌گویند این بند علاوه بر تقویت فعالیت‌های زراعتی آنان، نقش مهمی در بهبود وضعیت اقتصادی‌شان خواهد داشت. آنان از مسوولان محلی خواستار فراهم‌سازی چنین تسهیلات بیشتری شدند.
این بند ذخیره‌ای به‌منظور ذخیره‌سازی آب، تقویت آب‌های زیرزمینی و کنترل سیلاب‌های موسمی ساخته شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS