پکتیکا کې د اوبیزو حوزو د مدیریت پروژه پيل شوه

mail-admin
Sat, Aug 23 2025 10:30 AM
پکتیکا کې د اوبیزو حوزو د مدیریت پروژه پيل شوه

۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ټیلو مؤسسې لخوا د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه‌والي او د اسیب‌پذیرۍ د کمولو په موخه د اوبیزو حوزو (واټرشید) د مدیریت په برخه کې « PREVALE» پروژې عملي چارې پیل شوې.
یاده پروژه د «اف.سي.ډي.او» په مالي ملاتړ او د «ټي.ال.او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پر مخ وړل کېږي، چې د اوبیزې حوزې په ساحه کې د شپږ زره (۶۰۰۰) ترینجونو ایستل. د شپږ زره (۶۰۰۰) نیالګیو کېنول. د سېلابونو د مخنیوي لپاره د کوچنیو ګبیوني بندونو «چکډېمونو» جوړول او د ګبیون جالونو اوبدل (۵۰۰ متره مکعب بندونه او ۵۸۰ متره مکعب ګبیون بکسونه).د ځمکې د لاندې اوبو د اندازې د معلومولو لپاره د یوې کړۍ څاه کېندل (له هغې څخه د اوبو استفاده نه کېږي). د کلي د شورا په همکارۍ د نیالګیو د خړوبولو لپاره د اوبو لګولو سیستم جوړول. د اوبو د زېرمې له سیستم څخه د نیالګیو تر ساحې پورې د ۱۵ – ۲۰ والونو (شیردانو) جوړول. او د طبیعي پېښو د خبرولو لپاره د« CERT-Kits »او د لومړنیو مرستو بستې وېش فعالیتونه په کې شامل دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې پروژې په تطبیق سره به د طبیعي پېښو د خطر کچه راکمه شي، د ځمکو د تخریب مخه ونیول شي او د سیمې کرنیزې سرچینې به پیاوړې شي.

در پکتیکا پروژه مدیریت حوزه‌های آبی آغاز شد
۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا اعلام کرد که به‌منظور بهبود معیشت جوامع آسیب‌دیده و کاهش میزان آسیب‌پذیری، کارهای عملی پروژه «مدیریت حوزه‌های آبی» (Watershed) تحت نام «PREVALE» آغاز گردیده است.
این پروژه با حمایت مالی اداره توسعه بین‌المللی (FCDO) و همکاری تخنیکی مؤسسه TLO تطبیق می‌شود. در چوکات این پروژه، فعالیت‌های مهمی چون ایجاد شش هزار (۶۰۰۰) ترنج، غرس شش هزار (۶۰۰۰) نهال، احداث بندهای کوچک گبیونی (چکدم‌ها) برای جلوگیری از سیلاب، بافت جال‌های گبیونی (۵۰۰ متر مکعب بند و ۵۸۰ متر مکعب بکس‌های گبیونی)، حفر یک حلقه چاه برای سنجش سطح آب‌های زیرزمینی (بدون استفاده از آب آن)، ایجاد سیستم آبیاری برای نهال‌ها با همکاری شورای قریه، نصب ۱۵ الی ۲۰ شیر فلزی از منبع ذخیره آب تا محل نهال‌ها، و توزیع بسته‌های خبررسانی حوادث طبیعی (CERT-Kits) همراه با بسته‌های کمک‌های اولیه شامل می‌باشد.
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیکا می‌گویند که با عملی‌شدن این پروژه، خطر حوادث طبیعی کاهش یافته، از تخریب زمین‌ها جلوگیری خواهد شد و منابع زراعتی منطقه تقویت می‌گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS