د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

mail-admin
Wed, Aug 20 2025 3:42 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

۲۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر له مرستیال غلام‌رضا نجاري سره د خپل کارپه دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ټینګار وکړ او وې ویل، چې د وزارت اساسي موخه د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران اسلامي جمهوریت سره د ښې اړیکې رامنځته کول او د صادراتو او وارداتو وده ده.
غلام‌رضا نجاري، د ایران د سفیر مرستیال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري، دیني، ژبني او ټولنیزو ګډو ځانګړنو په یادولو سره څرګنده کړه، چې ایران د افغانستان د لوړکیفیت کرنیزو محصولاتو ته ډېره اړتیا لري.
همدارنګه په دې ناسته کې د افغانستان څخه ایران ته د غنمو او غوښې د صادراتو او له هغه هېواده د ځینو محصولاتو د وارداتو په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.

دیدار معین زراعت و مالداری با معاون سفیر ایران در افغانستان
۲۹ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با غلام‌رضا نجاری، معاون سفیر جمهوری اسلامی ایران در افغانستان در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار، معین زراعت و مالداری بر گسترش همکاری‌های دوجانبه تأکید کرده گفت که هدف اصلی وزارت، ایجاد روابط نیک با کشورهای همسایه به‌ویژه جمهوری اسلامی ایران و توسعه صادرات و واردات می‌باشد.
غلام‌رضا نجاری، معاون سفیر ایران نیز با اشاره به مشترکات فرهنگی، دینی، زبانی و اجتماعی میان دو کشور اظهار داشت که ایران نیازمندی بیشتری به محصولات باکیفیت زراعتی افغانستان دارد.
همچنین در این نشست پیرامون صادرات گندم و گوشت از افغانستان به ایران و واردات برخی محصولات از آن کشور بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS