کندهار کې ۴۰ بېوزلو او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, Aug 18 2025 9:13 AM
کندهار کې ۴۰ بېوزلو او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د افغانستان لپاره د پایداره معیشت مؤسسې «اس،ال،اواې» د کندهار ښار په پنځمه او لسمه ناحیه کې ۴۰ بېوزلو، بې‌سرپرسته او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت آمر حافظ حمیدالله وویل، چې د مرستې لپاره د نوم‌ لیکنې لړۍ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ترسره شوې وه او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه راسه نسلي وزې ورکړل شوې، څو خپلې لبنیاتي اړتیاوې پوره او اضافه محصولات یې بازار ته وړاندې کړي.
د ده په وینا، د دې مرستې موخه د بېوزلو او بې‌سرپرسته کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، مېرمنو ته کور دننه د کار زمینه برابرول او د هغوی د عایداتو د کچې لوړول دي، ترڅو په راتلونکي کې د اړتیا پر وخت پر ځان بسیا شي.
باید وویل شي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم همدې مؤسسې ورته کورنیو ته ۱۰۰ کیلو متراکمه خوراکه، ۲۵ کیلو بوس، ۲۵ کیلو ارداوه، یو پارسل وچ پروړ او د غوجلې جوړولو لپاره ۳ زره افغانۍ نغدې مرسته وېشلې وه.


به ۴۰ خانواده بی‌بضاعت و معلول در قندهار بزهای اصلاح‌نسل توزیع شد
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری قندهار و با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری مؤسسه معیشت پایدار برای افغانستان «SLOE»، برای ۴۰ خانواده بی‌بضاعت، بی‌سرپرست و معلول در ناحیه پنجم و دهم شهر قندهار بزهای اصلاح‌نسل توزیع گردید.
حافظ حمیدالله آمر بخش مالداری ریاست زراعت قندهار گفت روند نام‌نویسی برای دریافت این کمک حدود دو ماه پیش انجام شده بود و اکنون به هر خانواده مستحق دو رأس بز اصلاح‌نسل توزیع گردید تا نیازمندی‌های لبنی خود را برآورده و محصولات اضافی را به بازار عرضه کنند.
به گفته وی، هدف از این کمک تقویت اقتصادی خانواده‌های بی‌بضاعت و بی‌سرپرست، فراهم‌سازی زمینه کار برای زنان در خانه و بلند بردن سطح عایدات آنان است تا در آینده در زمان نیاز بتوانند متکی به خود باشند.
همچنین باید افزود، حدود دو هفته پیش همین مؤسسه برای خانواده‌های مشابه ۱۰۰ کیلو خوراکه فشرده، ۲۵ کیلو بوس، ۲۵ کیلو آردوه، یک پارسل علوفه خشک و مبلغ ۳ هزار افغانی نقدی برای ساخت غوجله توزیع کرده بود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS