د کندهار شاولیکوټ کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم جوړېږي

user-admin
Sun, Aug 17 2025 1:50 PM
د کندهار شاولیکوټ کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم جوړېږي


٢۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
٢۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ولایت د لوړ شاولیکوټ ولسوالی د مزار بابا په سیمه کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو معیاري چکډېم جوړېږي.
د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وايي چې دغه چکډېم به په یوه وخت کې د ۱۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري او ټولې چارې به یې په پاخه او اساسي ډول عملي شي. د هغه په وینا، د پروژې سروې بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.
د دې چکډېم د جوړېدو موخه په سیمه کې د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه، د اورښتونو د اوبو مهار، د اوبو د زېرمه کولو اسانتیا برابرول او د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې لوړول دي، څو د سیمې کروندګر او مالداران د وچکالۍ له اغېزو غوندي شي.
 باید وویل شي، چې  تېره اوونۍ هم په کندهار کې د درېیو نورو چکډېمونو د ځای ټاکلو او سروې چارې بشپړې شوې، چې له عملي کېدو وروسته به یې یو په خاکریز او دوه نور په کښته شاولیکوټ ولسوالی کې د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د خلکو د استفادې لپاره ګټې اخیستنې ته ورسپارل شي.

در ولسوالی شاه‌ولی‌کوت قندهار با هزینه ۳.۵ میلیون افغانی یک چکدم ساخته می‌شود
۲۶ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ هـ.ق
از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با همکاری تخنیکی ریاست زراعت قندهار، در منطقه مزار بابا ولسوالی شاه‌ولی‌کوت علیای ولایت قندهار، یک چکدم معیاری به ارزش ۳.۵ میلیون افغانی اعمار می‌شود.
انجنیر نورمحمد همکار، آمر منابع طبیعی ریاست زراعت قندهار می‌گوید این چکدم ظرفیت ذخیره ۱۵ هزار متر مکعب آب را در یک‌زمان خواهد داشت و تمام کارهای آن به شکل اساسی و پایدار عملی می‌شود. به گفته او، سروی پروژه تکمیل شده و در آینده نزدیک کارهای عملی آن آغاز خواهد شد.
هدف از ساخت این چکدم، مبارزه با خشکسالی در منطقه، مهار آب‌های ناشی از بارندگی، فراهم‌سازی سهولت ذخیره آب و بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی است تا دهقانان و مالداران محل از اثرات خشکسالی مصون بمانند.
همچنین باید افزود، هفته گذشته سروی و تعیین موقعیت سه چکدم دیگر در قندهار تکمیل شد که پس از تطبیق، یکی در ولسوالی خاکریز و دو تای دیگر در ولسوالی شاه‌ولی‌کوت سفلی به‌منظور جلوگیری از خشکسالی برای استفاده مردم آماده خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS