د بلخ دکرنې ریاست؛ د ترکیې سوداګرو او کرنې ریاست ترمنځ د کرنې د ودې په اړه ګډې هوکړې وشوې

mail-admin
Thu, Aug 14 2025 11:11 AM
د بلخ دکرنې ریاست؛ د ترکیې سوداګرو او کرنې ریاست ترمنځ د کرنې د ودې په اړه ګډې هوکړې وشوې

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ترکیې د سوداګریزو شرکتونو یو شمېر استازو د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رییس حافظ محمد موسا مبین سره وکتل.
په دې کتنه کې ترکي سوداګرو د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرولو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه، چې غواړي د کرنې د عصري کولو او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.
د بلخ دکرنې رییس د بزګرانو اړتیاوې په بېلابېلو برخو کې، لکه د څاڅکو اوبولګولو سیسټم، د سړو خونو جوړول او نورې اړوندې چارې، له ترکي استازو سره شریکې کړې او د ګډې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلی مبین زیاته کړه: «افغانستان د کرنې په برخه کې د لوړو وړتیاوو لرونکی هېواد دی، خو د عصري ټکنالوژۍ او پرمختللو تولیدي سیستمونو د کموالي له امله دغه سکتور له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د بزګرانو د حاصلاتو زیاتولو، د اوبو د اغېزمنې کارونې، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د صادراتو د پراخېدو لپاره د پرمختللو سیسټمونو رامنځته کول اړین دي. په دې لړ کې د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د ترکیې د سوداګریزو شرکتونو پانګونه او تخنیکي همکاري کولای شي د کرنې د عصري کېدو، د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي او د کرنیزو محصولاتو د نړۍوال بازار ته د لارې هوارولو لپاره مهم رول ولوبوي.»
د لیدنې په پای کې دواړو لورو پرېکړه وکړه، چې په ګډه به د افغانستان د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې همکاري او ګډ کار کوي.
باید وویل شي، چې د ترکیې سوداګرو او د بلخ د کرنې ریاست ترمنځ لیدنه د راتلونکي همکارۍ او ګډو پروژو د پیل لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS