د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پکتیکا له مشرانو سره وکتل

mail-admin
Sun, Aug 10 2025 1:54 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پکتیکا له مشرانو سره وکتل

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سړوخونو جوړولو، د چکډېمونو د جوړولو، د ځمکو د تصفیې او تثبیت، د کرنې د میکانیزه کولو، د حیواني او نباتي آفتونو او ناروغیو پر وړاندې مبارزې، د وچو او تازه مېوو صادراتو، د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې، د اوبو د مدیریت او د جلغوزیو د مېوو د پروسس په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د ناستې په پیل کې د پکتیکا مشرانو د دې ولایت د کروندګرو او مالدارانو اړتیاوې او د کرنې او مالدارۍ د پراختیا شته فرصتونه بیان کړل او د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اسلامي امارت د تېرو درو کلونو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او امریکا، متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي عربستان، اروپایي هېوادونو، چین، هند او ګاونډیو ته د جلغوزیو او نورو مېوو د صادراتو یادونه وکړه. نوموړي همدارنګه د سلګونو چکډېمونو د جوړولو، د زرګونو هکتارو ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې، د لرګیو د قاچاق د مخنیوي، د آفتونو او ناروغیو لکه طبق او ملخ پر وړاندې د مبارزې، او د واکسین او مصنوعي القاح د پروګرامونو د پلي کېدو پروګرامونو ته اشاره وکړه.
په پای کې د پکتیکا مشرانو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته وسپارل، چې نوموړي یې د مکتوب په ډول ثبت او د پاملرنې ژمنه یې وکړه.


دیدار معین زراعت و مالداری با بزرگان ولایت پکتیکا
۱۹ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با شماری از بزرگان ولایت پکتیکا دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این دیدار، دو طرف درباره موضوعاتی چون اعمار سردخانه‌ها، ساخت چکدم‌ها، تصفیه و تثبیت زمین، میکانیزه‌سازی زراعت، مبارزه با آفات و امراض حیوانی و نباتی، صادرات محصولات میوه خشک و تازه، احیا و حفاظت از جنگلات، مدیریت آب و پروسس میوه جلغوزه بحث و تبادل نظر کردند.
بزرگان پکتیکا در آغاز نشست، نیازمندی‌های دهقانان و مالداران و فرصت‌های موجود برای توسعه فعالیت‌های زراعتی و مالداری در این ولایت را بیان کرده و خواستار توجه به آن شدند.
معین زراعت و مالداری نیز ضمن ارائه معلومات درباره فعالیت‌های سه سال گذشته امارت اسلامی، از صادرات جلغوزه و سایر میوه‌های افغانستان به کشورهایی چون آمریکا، امارات متحده عربی، قطر، عربستان سعودی، کشورهای اروپایی، چین، هند و همسایگان یاد کرد. او همچنین به اعمار صدها چکدم، احیا و حفاظت هزاران هکتار جنگل، جلوگیری از قاچاق چوب، آگاهی‌دهی و مبارزه با امراض حیوانی از جمله طبق و ملخ، و اجرای برنامه‌های واکسین و القاح مصنوعی اشاره نمود.
در پایان، بزرگان پکتیکا درخواست‌ها و پیشنهادات خود را برای رسیدگی در بخش زراعت و مالداری به معین زراعت و مالداری سپردند که از سوی وی مکتوب و مورد توجه قرار گرفت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS