د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د بهیر د ارزونې په پار غونډه دایره شوه

mail-admin
Wed, Jul 09 2025 2:59 PM
د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د بهیر د ارزونې په پار غونډه دایره شوه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالداۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې وزارت د مرکزي رییسانو او مسؤلینو په ګډون د پراختیایي پروژو د پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دایره شوه.
په غونډه کې د روان مالي کال د پراختیایي بودیجې د لګښت څرنګوالي، د پروژو پرمختګ، د تدارکاتو بهیر او د پروګرامونو د پلي کېدو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
مولوي صدراعظم عثماني د پروژو پر مؤثر او شفاف تطبیق ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د موجوده امکاناتو او سرچینو څخه په اغېزمن ډول کار واخلي او د برنامو د عملي کېدو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
همداراز، د وزارت مسؤلینو د خپلو چارو د جریان او شته ستونزو په اړه راپورونه وړاندې کړل او د اداري او تخنیکي ستونزو د حل لارو چارو په اړه سلا مشورې وشوې. د کرنې وزارت اداري غونډې په میاشتني ډول د ستونزو د ارزونې او حل په موخه ترسره کېږي.


برگزاری جلسه بررسی روند پروژه‌های انکشافی وزارت زراعت
۱۸ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای اداری به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، با حضور رییسان و مسئولان مرکزی این وزارت به منظور بررسی پیشرفت پروژه‌های انکشافی برگزار شد.
در این جلسه، روی نحوه مصرف بودجه انکشافی سال جاری، پیشرفت پروژه‌ها، روند تدارکات و چالش‌های موجود در مسیر تطبیق برنامه‌ها بحث و تبادل نظر صورت گرفت. مولوی صدراعظم عثمانی بر تطبیق مؤثر و شفاف پروژه‌ها تأکید کرده و از مسئولان خواست با استفاده درست از منابع و امکانات، در راستای عملی‌سازی برنامه‌ها تلاش بیشتر نمایند.
همچنان، مسئولان وزارت گزارش‌هایی از جریان کاری و موانع موجود ارائه کردند و درباره راهکارهای رفع مشکلات تخنیکی و اداری مشوره نمودند. جلسات اداری وزارت زراعت به گونه ماهوار برای بررسی و حل چالش‌های موجود دایر می‌گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS