د افغانستان د وچې مېوې ټولنې له غړو سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال ناسته

mail-admin
Wed, May 14 2025 3:14 PM
د افغانستان د وچې مېوې ټولنې له غړو سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال ناسته

۲۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د وچې مېوې ټولنې له غړو سره د یوې مشورتي ناستې په ترڅ کې؛ د وچو مېوو د کاروبار د وضعیت د ښه‌والي په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې، د افغانستان د وچې مېوې ټولنې رییس د وچو مېوو د صادراتو، د وچو مېوو اړوند فعالیتونو لپاره د ځمکې د اجارې، او د هرات او بادغیس ولایتونو کې د پستې د وچو مېوو د ټولولو په اړه معلومات وړاندې کړل او په یادو برخو کې د کرنې وزارت د همکاریو غوښتنه یې وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال هم په خپلو خبرو کې، د تیرو درېیو کلونو په ترڅ کې د امارت له لوري د ځنګلونو د ساتنې، د وچو مېوو د ټولولو، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې ترسره شویو هڅو ته اشاره وکړه. نوموړي همداراز وویل، چې دکرنې وزارت د ځمکو د اجارې په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو او د دې سکتور سوداګرو او صنعت‌کارانو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې پروګرامونه لري.
همداراز په دې ناسته کې، د وچو مېوو د سوداګرو او د کرنې او مالدارۍ د پراختیا صندوق ترمنځ د ګډو همکاریو پر لارو چارو، لکه مرابحه، مشارکت او مضاربت بحث وشو، ترڅو د دغه سکتور لا ډېر پرمختګ ته زمینه برابره شي.


نشست معین زراعت و مالداری با اعضای اتحادیه میوه خشک افغانستان برگزار شد
۲۴ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیدار مشورتی با اعضای اتحادیه میوه خشک افغانستان، پیرامون بهبود وضعیت کار و بار میوه خشک بحث و تبادل نظر کرد.
در این نشست، رئیس اتحادیه میوه خشک افغانستان در مورد وضعیت صادرات، اجاره زمین برای فعالیت‌های مرتبط با میوه خشک، و جمع‌آوری میوه‌های خشک پسته در ولایت‌های هرات و بادغیس معلومات ارائه نمود و خواهان همکاری وزارت زراعت در این زمینه‌ها شد.
معین زراعت و مالداری نیز در صحبت‌هایش بر تلاش‌های امارت در سه سال گذشته در بخش حفاظت از جنگلات، جمع‌آوری، پروسس و بسته‌بندی میوه‌های خشک اشاره کرد و از برنامه‌های وزارت برای سهولت در اجاره زمین و رفع مشکلات تاجران و صنعت‌کاران این سکتور خبر داد.
همچنین در این نشست، روی ایجاد همکاری مشترک میان تاجران میوه خشک و صندوق انکشاف زراعت و مالداری از طریق روش‌هایی چون مرابحه، مشارکت و مضاربت بحث شد، تا زمینه رشد و توسعه بیشتر این سکتور فراهم گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS