د ازبکستان هېواد پلاوي په ننګرهار کې کرنیزو څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, May 03 2025 12:42 PM
د ازبکستان هېواد پلاوي په ننګرهار کې کرنیزو څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان او ازبکستان د کرنې وزارتونو د مرستیالانو په مشرۍ ګډ پلاوی د ننګرهار ولایت له څېړنیزو او ترویجي فارمونو څخه لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراخېدو او د تجربو د شریکولو په اړه خبرې اترې وکړې.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د بڼوالي ملي کلکسیون څېړنیز فارم، د شیشم‌باغ فارم او د ننګرهار کانال پر ځمکه د تازه جوړو شوو سټروسو بڼونو له کارکوونکو او متخصصینو سره ترسره، چې د ننګرهار کانال پر ځمکه د نوې څاڅکي (قطره‌يي) اوبولګولو په سیسټم سره سمبال شوي دي، جلاجلا ناستې او خبرې اترې شوې.
په دغو ناستو کې د کیفیت کنترول لابراټوارونو تجهیز، د بوټو ترویج، د مورنیو تخمونو برابرول، د کارکوونکو روزنه، او د کرنې په بېلابېلو برخو کې د تجربو شریکولو پر موضوعاتو بحث او نظریات تبادله شول.
یاده لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې سکتور د علمي او تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ګډو هڅو یوه برخه ده.


بازدید هیئت کشور  ازبکستان از فارم های تحقیقات زراعتی در ننگرهار
۱۳ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی مشترک از وزارت‌های زراعت افغانستان و ازبکستان به رهبری معینان هر دو کشور، از فارم‌های تحقیقاتی و ترویجی در ولایت ننگرهار بازدید کردند و در مورد توسعه همکاری‌های تخنیکی و تبادل تجارب میان دو کشور گفت‌وگو نمودند.
در جریان این بازدید، نشست‌های جداگانه‌ای با کارمندان و متخصصان فارم تحقیقاتی کلکسیون ملی باغداری، فارم شیشم‌باغ و باغ‌های تازه‌ ایجادشده ستروس در زمین‌های کانال ننگرهار که با سیستم جدید آبیاری قطره‌ای تجهیز شده‌اند، برگزار گردید.
در این نشست‌ها روی موضوعاتی چون تجهیز لابراتوارهای کنترول کیفیت، ترویج نباتات، تهیه تخم‌های مادری، آموزش کارمندان و شریک‌سازی تجارب در بخش‌های مختلف زراعت، بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
این بازدید بخشی از تلاش‌های مشترک برای ارتقاء ظرفیت‌های تخنیکی و علمی سکتور زراعت در دو کشور و تقویت روابط دوجانبه می‌باشد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS