ننګرهار کې له یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شوي غنمو او سرو مرسته وشوه

content_admin
Sun, Dec 08 2019 3:17 PM
ننګرهار کې له یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شوي غنمو او سرو مرسته وشوه


۱۷ لېندۍ ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې موسسې « RRAA » په همکارۍ ددې ولایت د ګوشتې ولسوالۍ پر ۳۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو بزګرو ۴.۲۵ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۸.۰۵۰ ټنه یوریا او ۴.۲۵ ټنه « DPA» کیمیاوي سره وېشل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې « SNAPP 2» په همکارۍ ددې ولایت د لسو ولسوالیو «کامه، ښېوه، بهسود، سره رود، دره نور، ګوشته، مهمندره، لعل پور خو ګياڼي او رودات» پر ۲۲۵ بزګرانو اووه مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۱۲.۵ مټریک ټنه کیمیاوي سرو مرسته شوې وه.
پر بزګرانو د غنمو داصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم غځیږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د ملاتړ په پار په پام کې لري، چې ددې ولایت پر بزګرانو درې زره او ۲۰۰ ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS