د شهید بهشتي نړۍوال پوهنتون څخه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال لیدنه

user-admin
Thu, May 01 2025 3:52 PM
د شهید بهشتي نړۍوال پوهنتون څخه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال لیدنه


۱۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په تهران ښار کې د شهید بهشتي نړۍوال پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د نوموړي د مل پلاوي په شتون کې ترسره شوه، د کرنې وزارت مرستیال د یاد پوهنتون له بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د بوټو د څېړنو انستیتوت څخه لیدنه وکړه او د اړوندو مسوولینو سره یې خبرې اترې وکړې. نوموړي همداراز د دې مرکز له پرمختللو لابراتوارونو او نويو لاسته راوړنو څخه هم لیدنه وکړه.
د لیدنې په ترڅ کې، د نوې ټکنالوژۍ علم او وړتیا د لېږد څرنګوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. دواړو لوریو ټینګار وکړ چې باید د کرنیزو څېړنو په برخه کې تخنیکي او مسلکي همکارۍ پراخې شي، او پرېکړه وشوه چې د نوې ټکنالوژۍ د انتقال لپاره یو مشخص پلان جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د لوړ کیفیت لرونکو بېلابېلو نباتاتو درلودونکی هېواد دی او د کرنیزو څېړنو په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستلو ته جدي اړتیا لري.


دیدار معین وزارت زراعت افغانستان از پوهنتون بین‌المللی شهید بهشتی ایران
۱۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی، معین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در جریان سفر رسمی خود به جمهوری اسلامی ایران، از پوهنتون بین‌المللی شهید بهشتی واقع در شهر تهران بازدید کرد.
در این دیدار که با حضور تیم همراه وی انجام شد، معین وزارت زراعت از بخش‌های مختلف این پوهنتون به‌ویژه انستیتوت تحقیقات گیاهی آن بازدید نموده و با مسئولان مربوطه دیدار و گفتگو کرد. وی همچنین از لابراتوارهای پیشرفته و دستاوردهای تازه این مرکز در عرصه تحقیقات گیاهی دیدن نمود.
در جریان این بازدید، روی چگونگی انتقال دانش، مهارت و تکنالوژی جدید به افغانستان بحث و تبادل نظر صورت گرفت. هر دو طرف بر توسعه همکاری‌های فنی و مسلکی در بخش تحقیقات زراعتی تأکید کردند و توافق نمودند تا برای انتقال تکنالوژی‌های نوین به افغانستان، پلان مشخصی ترتیب گردد.
گفتنی است که افغانستان با داشتن انواع مختلف نباتات با کیفیت عالی، نیاز مبرم به بهره‌گیری از تکنالوژی‌های نوین در عرصه تحقیقات زراعتی دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS