د هلمند د بولان نیالګیو روزنځای کې د پستې کرنه ترسره شوه

user-admin
Wed, Apr 16 2025 12:58 PM
د هلمند د بولان نیالګیو روزنځای کې د پستې کرنه ترسره شوه


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت له لوري، د طبیعي سرچینو د پراختیا په موخه، د بولان قوریې په سیمه کې ۱۵ کیلوګرامه د پستې تخم وکرل شو.
یاد تخمونه په مجموعي ډول په ۵۵۰۰ پلاستیکي خریطو کې اېښودل شوي دي، چې د مسلکي کارمندانو په مرسته یې کرنه ترسره شوه.
د هلمند دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت مسؤلین وايي، چې د دغه ابتکار موخه د سیمې زرغونتیا، د طبیعي نباتاتو ساتنه، او د چاپېریال ښه‌والی دی. هغوی هیله څرګنده کړه، چې دغه ګام به د خاورې د تثبیت، د څړځایونو د بیا احیا او د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره اغېزناک تمام شي.
پسته یو ارزښتناک کرنیز محصول دی، چې په وچو اقلیمي سیمو کې ښه نتیجه ورکوي او بزګران یې د ثابت عاید لپاره کاري سرچینه ګڼي، د پستې د کرکېلې پراخوالی د بزګران عاید زیاتوي او د کرنیزو ځمکو ارزښت لوړوي. همدارنګه، پسته د نړۍوال مارکېټ لپاره یو لوړ ارزښت لرونکی محصول دی، چې د صادراتو لپاره فرصتونه رامنځته کوي او د کوکنارو د بدیل په توګه د غیرقانوني کرکېلې پر ځای قانوني کرنې ته بزګران هڅوي.
د هلمند د کرنې، وبو لګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنیزو محصولاتو تنوع ته وده ورکوي، چې په دې لړ کې بزګرانو ته د نویو بوټو کرنه زیاته کړې ترڅو بزګران د مختلفو کرنیزو محصولاتو له لارې خپل عاید زیات کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS