د پکتیکا زیړوک ولسوالۍ کې ۳۰۰ مالدارانو ته د لبنیاتو لوښې ووېشل شول

user-admin
Wed, Apr 16 2025 8:58 AM
د پکتیکا زیړوک ولسوالۍ کې ۳۰۰ مالدارانو ته د لبنیاتو لوښې ووېشل شول

د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ د کرنې مدیریت په همکارۍ، د کليو بیارغونې ادارې آر آر اې اې له‌خوا ۳۰۰ مالدارانو ته د لبنیاتو لوښي ووېشل شول.
یاد لوښي، چې ۱۳ قلمه مختلف توکي پکې شامل وو، د یوې له وړاندې ترسره شوې سروې له مخې مستحقو مالدارانو ته ورکړل شول. دغه مرستې د مالدارۍ د ودې او د لبنیاتو د پروسس ظرفیت د لوړولو په موخه ترسره کېږي.
همداراز، د وېش تر څنګ، مستفیدینو ته د یادو وسایلو د سم استعمال په اړه عملي روزنه هم ورکړل شوه، څو دوی وکولای شي له ورکړل شویو امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د کرنې مدیریت مسؤولین وایي، چې دا ډول پروګرامونه د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي او د لبنیاتو د محصولاتو د معیاري کولو لپاره مهم ګامونه دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS