غزنی ولایت کې د پي،پي،آر واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
Tue, Apr 15 2025 3:26 PM
غزنی ولایت کې د پي،پي،آر واکسین کمپاین پیل شو

۲۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د غزنی ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د ویش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.
دا پروګرام د غزنی ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد اسماعیل شکیب، د مالدارۍ آمریت کارکوونکو او د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو چارواکو په شتون کې نن په رسمي دول پیل شو.
د غزني دکرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب په خپلو خبرو کې وویل، په دې کمپاین کې به ۸۰۰۰۰ ډوزه واکسین د کرنې وزارت له لارې او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ، د ولایتي کچې د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو له لارې به ددی ولایت په  مرکز او ټولو ولسوالیو کې پلي شي.
وروسته د مالداری امریت امر وویل، چې دد دې واکسین د تطبیق موخه د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی، د څارویو د مړینې کمول په موخه ترسره کیږي.
دا پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې په هیواد کې د څارویو روغتیا ښه کولو او د څارویو پیاوړتیا او لوړ محصولاتو د تولید په موخه ترسره کیږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS