کندهار کې د څارویو فارمونو لپاره د کانګو ناروغۍ د مخنیوي وقایوي کمپاین پیل شو

mail-admin
Tue, Apr 15 2025 9:10 AM
کندهار کې د څارویو فارمونو لپاره د کانګو ناروغۍ د مخنیوي وقایوي کمپاین پیل شو

۲۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مالي ملاتړ، د مالدارۍ آمریت د مسلکي او فني وترنرانو او پاراوټرنرانو په تخنیکي همکارۍ د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د درملو پاشلو وقایوي کمپاین پیل شو، چې په پایله کې به یې د کندهار ښار او شاوخوا ولسوالیو په ګډون په ۴۰۰ څارویو فارمونو کې د درمل شیندنې پروګرام ترسره شي.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت ډاکټر توریالي قیام وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې د ارغنداب ولسوالی ۴۰ فارمونه دمل پاشي شوي دي د دوی په خبر چې د دې کمپاین په ترڅ کې به د دوو میاشتو په موده کې د کندهار  ښار او یوشمېر نږدې ولسوالیو ۴۰۰ څارویو فارمونه د کانګو ناروغۍ په وړاندې درمل پاشي شي.
 نوموړي زیاتوي چې په یاد کمپاین کې به د څارویو غوجلې، ګنجونه او فارمونه تر پوښښ لاندې راشي. هغه زیاته کړه، چې د درمل شیندنې ترڅنګ، فارمدارانو ته د وقایوي تدابیرو، محافظتي وسایلو کارولو او د کانګو ناروغۍ د نښو نښانو په اړه لازمې سپارښتنې هم ورکول کېږي، ترڅو دا کمپاین په مؤثر ډول تطبیق شي.
د دې وقایوي کمپاین موخه د ویروسي تبې د خپرېدو مخنیوی، د واښو سپوږدو له منځه وړل، او د څارویو لپاره د پاک او خوندي چاپېریال برابرول دي. دا هڅې به د مالدارۍ سکتور ته د روغتیا له اړخه ځانګړې پاملرنه وکړي او د دې برخې سالم پرمختګ ته به هم زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار په څلورو لرې پرتو ولسوالیو کې د چنجیو د ناروغیو پر ضد وقایوي کمپاین پیل شوې وه، چې په ترڅ کې یې د لسګونو څارویو درملنه کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رباست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت د مسلکي او فني وترنرانو او پاراوټرنرانو په تخنیکي همکارۍ د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د درملو پاشلو وقایوي کمپاین پیل سوي وه. چې د یاد کمپاین په ترڅ کې د ارغنداب ولسوالۍ د څارویو ۴۰ لوی فارمونه درمل پاشي سوه. 
د دې وقایوي کمپاین موخه د ویروسي تبې د خپرېدو مخنیوی، د واښو سپوږدو له منځه وړل، او د څارویو لپاره د پاک او خوندي چاپېریال برابرول دي. دا هڅې به د مالدارۍ سکتور ته د روغتیا له اړخه ځانګړې پاملرنه وکړي او د دې برخې سالم پرمختګ ته به هم زمینه برابره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS