ننګرهار کې د درېیم فارم له استوګنیزې قصبې څخه ۶۹ غیر مسؤوله کورونه تخلیه او تصفیه شول

mail-admin
Tue, Apr 15 2025 9:05 AM
ننګرهار کې د درېیم فارم له استوګنیزې قصبې څخه ۶۹ غیر مسؤوله کورونه تخلیه او تصفیه شول

د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د درېيم فارم امر مولوي محمد ګل مطمئن وايي، چې د درېیم فارم له اړوند استوګنیزې قصبې څخه، په تېره نږدې یوه میاشت کې، ۶۹ هغه استوګنیز کورونه چې غیر مسؤوله کسان پکې غیرقانوني میشت وو، د فارم د مسؤلینو او د ساتنې ټولي په همکارۍ تخلیه او تصفیه شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه اقدام د موجوده فرمانونو او د مشرانو د هدایت له مخې پیل شوی، چې موخه یې د استوګنیزو سیمو منظمول او د دولتي شتمنیو خوندي ساتل دي.
د معلوماتو له مخې، یاد کورونه پخوا د ننګرهار وادي کرنيز شرکت د کارکوونکو او کارګرانو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د تېرو درې لسیزو ناسم وضعیت او جنګي شرایطو له امله، غیر مسؤوله کسانو بې اجازې پکې مېشت شوي وو، چې دې کار د شرکت رسمي فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي و.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت مسؤلین ټینګار کوي، چې له دې وروسته به هېڅ غیر مسؤوله کس ته په دغو سیمو کې د استوګنې اجازه ورنه کړي او دا لړۍ به تر هغو دوام ومومي، څو د فارم ټولې ودانۍ او ځنګلي سیمې له غیر قانوني تصرف څخه پاکې شي.
یاد شرکت له ولس څخه غواړي، چې د قانون د تطبیق او د ملي شتمنیو د ساتنې په برخه کې له دوی سره پوره همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS