ننګرهار کې د کوچیانو ستونزو حل او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا  په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
Sun, Apr 13 2025 10:14 AM
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د خپل کار په د فتر کې د کوچیانو ریاست استازو، د ماشومانو ساتني مؤسسې مسؤلینو او د کرنې ادارې امرینو سره د کوچیانو ستونزو حل په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د خپل کار په د فتر کې د کوچیانو ریاست استازو، د ماشومانو ساتني مؤسسې مسؤلینو او د کرنې ادارې امرینو سره د کوچیانو ستونزو حل په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د کوچیانو ریاست استازی زاهدالله احمدزي د ننګرهار د کرنې رییس سره د کوچیانو ستونزو شریکولو سربېره په بېلابېلو برخو کې د مرستو وړاندیز وکړ اوهم یې د څړځایونو، حیواني خوراکي، ناروغیو مخنیوي واکسینونو دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن په ناسته کې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره به په مختلفو برخو کې ددوی لاسنیوي وکړي.
ښاغلي محسن وویل، چې په نږدې راتلوونکي کې به زرګونه کوچانو سره د واکسینونو، چنجیو ضد درملو، عامه پوهاوي او نورو اړوند برخو کې مرستې وکړي.
باید وویل شي، چې موده وړاندې په ننګرهار کې ۲۰۰ زره وړو شخوندوهوونکو او په ځانګړې ډول د کوچیانو څارویو ته د طاعون واکسینونه هم  تطبیق شوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS