د هلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو د کفشک د حشرې د مخنیوي کمپاین پیل شو

user-admin
Thu, Apr 10 2025 8:24 AM
د هلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو د کفشک د حشرې د مخنیوي کمپاین پیل شو

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ناوې په ولسوالی کې د غنمو د کفشک د حشرې مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین چې، موخه یې د زرګونو هکتاره کرنیزو ځمکو د دې خطرناک آفت څخه پاکول دي، د کرنې ریاست د مسلکي کارمندانو تر څارنې لاندې روان دی.
د کمپاین په لړ کې کروندګرو ته د کفشک حشرې د پېژندنې، د هغې له زیانونو سره د مقابلې لپاره میخانیکي لارې چارې عملي وښودل شوې.
یاده حشره چې کوچنۍ، نسواري یا تور رنګ لري او اوږدوالی یې شاوخوا ۳ تر ۵ ملي متره پورې دی، د غنمو د خوشې د دانو پر سر برید کوي. دا حشره د خپلې اوږدې پوزې له لارې بدبویه مواد د غنمو د دانو دننه انتقالوي، چې له امله یې غنم بې بویه، بې رنګه او بې خونده کېږي، او په پایله کې د حاصل کمښت رامنځته کوي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وایي، دا کمپاین به د ناوی ولسوالی تر څنګ نورو کرنیزو سیمو ته هم وغځول شي، تر څو ټول غنم له دې مضره حشرې وژغورل شي.
کروندګر د دې کمپاین هرکلی کوي او وایي چې دا ډول اقدامات نه یوازې د غنمو د خوندي کولو لپاره مهم دي، بلکې دوی ته نوې کرنیزې لارې چارې هم ور زده کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS