د کرنې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس معرفي شو

mail-admin
Sat, Apr 05 2025 11:24 AM
د کرنې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي غلام محمد کاظم شهامت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند په توګه معرفي شو او رسمي دنده یې پیل کړه.

۱۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي غلام محمد کاظم شهامت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند په توګه معرفي شو او رسمي دنده یې پیل کړه.
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل: «تبدیلي او بدلون د اسلامي امارت یو اصل دی، مسؤولیت یو امتحان دی او هغه څوک چې د خدمت کولو توفیق ومومي، بریالی به وي».
مولوي غلام محمد کاظم شهامت تر دې وړاندې د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په توګه دنده ترسره کوله او اوس د مولوي مصباح‌الدین مستعین پر ځای، چې مخکې یې دغه مسؤولیت درلود، ګومارل شوی دی.
ټاکل شوې، چې نوموړی به له دې وروسته د کرنې وزارت د اطلاعاتو خپرولو، له رسنیو سره د همغږۍ، عامه پوهاوي او له خبریالانو سره د اړوندو پوښتنو د ځواب ویلو مسؤلیت ولري.

رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگوی جدید وزارت زراعت معرفی شد
۱۶ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
بر اساس پيشنهاد وزارت زراعت و  حکم ریاست‌الوزرا امارت اسلامی افغانستان، مولوی غلام محمد کاظم شهامت به حیث رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگوی وزارت زراعت معرفی و رسماً به کار آغاز کرد.
در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت گفت: «تغییر و تبدیل یک اصل در امارت اسلامی است. مسئولیت، یک امتحان است و کسی که در این امتحان توفیق خدمت پیدا کند، موفق خواهد بود.»
مولوی غلام محمد کاظم شهامت پیش از این به حیث رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور ایفای وظیفه می‌کرد و اکنون به جای مولوی مصباح‌الدین مستعین رییس قبلی اداره متذکره گماشته شده است.
قرار است وی از این پس مسئولیت اطلاع‌رسانی، هماهنگی با رسانه‌ها، آگاهی‌دهی عامه و پاسخ‌گویی به پرسش‌های خبری مرتبط با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری را بر عهده گیرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS