خوست ولایت کې د نن نیالګی، راتلونکي هوساینه تر سرلیک لاندې د چارمغزو نیالګي ووېشل شول

user-admin
Wed, Apr 02 2025 5:25 PM
خوست ولایت کې د نن نیالګی، راتلونکي هوساینه تر سرلیک لاندې د چارمغزو نیالګي ووېشل شول


۱۳ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د موسی خیلو ولسوالۍ کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د او آر سي ډي مؤسسې په همکارۍ، ۲۵۲ مستحقو بڼوالو ته د چارمغزو نیالګي ووېشل.  
د نن نیالګی، راتلونکي هوساینه تر عنوان لاندې، د موسی خیلو ولسوالۍ ۲۵۲ بڼوالو ته لس، لس دانې د چارمغزو نیالګي ورکړل شول. دا پروګرام د کرنې ریاست او او آر سي ډي مؤسسې د ګډو هڅو پایله ده، چې موخه یې د بڼوالۍ وده، شنه چاپېریال ته وده ورکول او د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا ده.  
مسوولین وایي، د نیالګیو وېش به نه یوازې د بڼوالۍ سکتور پیاوړی کړي، بلکې د بزګرانو لپاره به د راتلونکې دوامداره عوایدو سرچینه هم وي. دا ډول پروګرامونه د کرنې ودې، شنه چاپېریال پراختیا او د بزګرانو ملاتړ لپاره ځانګړی ارزښت لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS