ننګرهار کې د بېرو د مصنوعي ځنګل ساتنې په موخه ناسته وشوه

mail-admin
Mon, Mar 24 2025 1:41 PM
ننګرهار کې د بېرو د مصنوعي ځنګل ساتنې په موخه ناسته وشوه

۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست استازو د ننګرهار ولایت د اقتصاد رییس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره د پرمختيايي پروژو د وضعیت او د بېرو د مصنوعي ځنګل ساتنې په هکله ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د احصایي او معلوماتو د تنظیم امر قاري ذکریا سېلاب، دطبیعي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل او «اف،جي،اې»  مؤسسې مسؤلینو د کوز کونړ ولسوالی شګې کلي ته نږدې د ۸۰ هکتاره مصنوعي ځنګل د ساتنې پر لارو چارو تفصیلي بحث ترسره شو. 
ګډونوالو د دې ځنګل د مراقبت، پراختیا او له احتمالي زیانونو د ژغورنې پر څرنګوالي نظریات تبادله کړل.
د یادونې وړ ده، چې د بېرو یاد مصنوعي ځنګل د چاپېریالي توازن ساتلو، د شاتو مچيو روزنې او اقتصادي پرمختګ په موخه کرل شوی، چې د مسئولينو په وینا د ساتنې لپاره یې لا زیاتو تدابیرو ته اړتیا ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS