د وردګو پوهنتون له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وشوه 

mail-admin
Thu, Mar 20 2025 2:05 PM
د وردګو پوهنتون له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وشوه 

۳۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیازمحمد عابد او ورسره مل پلاوي د وردګ پوهنتون له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.
د سفر پر مهال، دوی د پوهنتون له رئیس الحاج مولوي صفت الله حقاني او د کرنې پوهنځي له رئیس ایمل ناصري سره وکتل او د څېړنیز مرکز، شنې خونې او نیالګیو کېنولو په اړه یې خبرې وکړې.
د وردګ پوهنتون رئیس، مولوي صفت الله حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادو موضوعاتو اهمیت ته اشاره وکړه. همدارنګه، د کرنې پوهنځي رئیس، ایمل ناصري، وویل چې په پام کې ده، د پوهنتون د کانال په شاوخوا کې ۵زره نیالګي کېنول شي، ترڅو د خاورې د ښویدو مخنیوی وشي او هوا پاکه شي.
ورپسې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس، الحاج مولوي نیازمحمد عابد، د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي یادونه وکړه، چې د پوهنتون د ښکلا، د خاورې د ښویدو مخنیوي او چاپېریال ساتنې لپاره به ځیني مختلف النوع نیالګي کېنول شي. ټاکل شوې چې د نیالګیو وېش او کېنولو لړۍ د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS