د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ کې بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول 

mail-admin
Thu, Mar 20 2025 12:53 PM
د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ کې بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول 

۳۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت، سیداباد ولسوالۍ کې د سټارز مؤسسې په همکارۍ، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان اف اې او کوي، بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول.
د ۱۴۰۲ لمریز کال په ترڅ کې د سیداباد ولسوالۍ شل بزګران د مڼو بڼونو د سروې په لړ کې شامل شوي وو، چې نن هر یو ته د یوه جریب لپاره ۱۶۷ د مڼو نیالګي ورکړل شول.
همدارنګه، د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره د متراکم بڼونو جوړولو په موخه د ۷ بزګرانو سروې ترسره شوې وه، چې نن هر یو ته ۷۰۰ د مڼو نیالګي ووېشل شول.
بزګرانو ته د بڼونو د جوړولو او اوبو لګولو اړوند ضروري معلومات هم ورکړل شول، ترڅو د نیالګیو د ښې ودې او حاصل زیاتوالي ته زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS