د بولان څېړنیز فارم کي د غنمو، سبو او مېوو پر بېلابېلو ډولونو څېړنې روانې دي

mail-admin
Sun, Mar 16 2025 10:47 AM
د بولان څېړنیز فارم کي د غنمو، سبو او مېوو پر بېلابېلو ډولونو څېړنې روانې دي

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د بولان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو سیټونو تطبیق باندې څېړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کي چي ملي او نړۍوالې تجربې شاملې دي د غنمو د اصلاح، اګرانومۍ او نباتي ناروغیو سیټونه شامل دي، چې د پلان له مخې به هستوي او مورني تخمونه ورڅخه په لاس راوړل شي.
د یادو څېړنیزو قطعاتو او هستوي مورني تخمونو د کرني او روزنې ټول مراحل د فني او مسلکي کارمندانو لخوا ترسره کېږي.
ددې ترڅنګ په نوموړي فارم کې دمېوه لرونکو ونو د بڼونو او سبو روزنه هم د پلان مطابق دوام لري.
د هلمند دکرنې ریاست په پام کي لري، چي هلمند کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارکوونکو په مټ کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS