د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې له مسؤولینو سره وکتل 

mail-admin
Mon, Mar 03 2025 2:04 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې له مسؤولینو سره وکتل 

۱۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې یو ان ډي پي له مشرې، مېرمن دیویل او مل پلاوي سره وکتل او د کرنیزو پروژو د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.  
دا لیدنه د کرنې وزارت په مقر کې ترسره شوه، چې پکې د کندهار د تخته‌پل ولسوالۍ او د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د چکډیم پروژو او د نورو ولایتونو لپاره د شنو خونو (ګرین‌هاوسونو) د جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.  
د ناستې په پیل کې، د یو ان ډي پي د پروژې مسؤول د تخته‌پل چکډیم د ۷۰ سلنه پرمختګ په اړه معلومات ورکړل او ورپسې یې د حصارک چکډیم او د بېلابېلو ولایتونو لپاره د جوړېدونکو شنو خونو په اړه تفصیلات وړاندې کړل.  
وروسته، د کرنې او مالدارۍ مرستیال خپل نظریات شریک کړل او د یو ان ډي پي له مسؤولینو یې وغوښتل، چې د پروژو د تطبیق پر مهال مؤثریت، شفافیت او کیفیت ته پاملرنه وکړي او خپلې چارې د کرنې وزارت سره په همغږۍ کې ترسره کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولان برنامه عمران سازمان ملل متحد  در افغانستان
۱۳ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امروز با خانم دیویل، رئیس برنامه عمران سازمان ملل متحد  در افغانستان و هیئت همراهشان دیدار کرد و در مورد پیشرفت کار پروژه‌های زراعتی گفتگو نمودند.
این دیدار در وزارت زراعت برگزار شد و در آن، در مورد پیشرفت کار پروژه‌های چکدم در ولسوالی تخته پل ولایت قندهار، ولسوالی حصارک ولایت ننگرهار و ساخت سبزخانه‌ها (گرین‌هاوس) در ولایت‌های دیگر بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در آغاز جلسه، مسئول پروژه برنامه عمران سازمان ملل در مورد پیشرفت ۷۰ درصدی کار چکدم تخته پل صحبت کرد و سپس در مورد پروژه چکدم حصارک و سبزخانه‌هایی که قرار است در ولایت‌های مختلف ساخته شود، معلومات ارائه کرد.
سپس، معین زراعت و مالداری نظرات خود را در مورد پروژه‌های مذکور به اشتراک گذاشت و از مسئولان برنامه عمران سازمان ملل خواست که در تطبیق پروژه‌ها، مؤثریت، شفافیت و کیفیت را در نظر گرفته و کارهای خود را در هماهنگی با وزارت زراعت تطبیق نمایند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS