د کندهار دکرنې رییس د اراضۍ او کدستر آمریتونو له یوشمېر مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

mail-admin
Mon, Mar 03 2025 11:19 AM
د کندهار دکرنې رییس د اراضۍ او کدستر آمریتونو له یوشمېر مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

۱۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د اراضۍ او کدستر آمریتونو له یوشمېر مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه. په دې غونډه کې د اراضۍ آمر مولوي عبدالنصیر (صفت الله)، د کدستر آمر مولوي غلام نبي نوراني، د کدستر مدیر فریداحمد ابراهیمي او د املاک ارشیف ژغورنې کمېټې غړو ګډون کړی وه.
د غونډې په پیل کې الحاج مولوي فضل الباري فضلي وویل، چې هر مسؤل شخص د نظام د مکلفیتونو ارزونه او څارنه باید په سمه توګه ترسره کړئ. هغه زیاته کړه، چې د نظام د هر مسؤل ټاکنه د دې مانا لري، چې نوموړی باید خپل مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړئ. په غونډه کې ښاغلی فضلي له ټولو مسؤلینو وغوښتل، چې د املاکو ارشیف معلومات نور هم بډایه کړي، د خدماتو لپاره یو ارزښتمن او مؤثر طریقه جوړ کړي، ترڅو خلک د املاکو اړوند معلوماتو د ترلاسه کولو له پروسې ښه خبر شي. هغه زیاته کړه، چې د چارو شفافیت، روڼتیا او همغږي باید نوره تأمین شي، او د املاکو ارشیف څخه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره باید یو منظم، شرعي او اصولي سیستم جوړ شي. د کندهار دکرنې رییس په خپلو خبرو کې د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ، ورورولۍ، او د نظام د چارو د لا ښه پرمخ بېولو ټینګار وکړ. همداراز یې د ارشیف د اسنادو د خوندیتوب او ساتنې لپاره ځانګړې پاملرنه ضروري وبلله. 
ورپسې د اراضۍ آمر مولوي عبدالنصیر (صفت الله) هم د املاکو ارشیف ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه او ټولو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپل مسؤلیتونه په پوره ایماندارۍ ادا کړي.
په پای کې راغلو مسؤلینو خپل نظرونه تبادله کړل او ژمنه یې وکړه، چې د املاکو د مدیریت لپاره به مؤثره تګلاره رامنځته کړي. چې ورپسې الحاج مولوي فضل الباري فضلي دوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS