د کندهار بولدک کې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Thu, Dec 19 2024 9:20 AM
د کندهار بولدک کې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال رغنیزې چارې پیل شوې

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې«یو،ان،ډي،پي» په همکارۍ ددې ولایت د بولدک ولسوالی د ستون کاریز په سیمه کې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو کانال رغنیزې چارې پیل شوې.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه کانال به ۷۷۵ متره اوږدوالی، ۳۰ سانتي‌متره لوړوالی او ۳۰ سانتي متره پراخوالی ولري. د دوی په وینا، چې د یاد کانال رغنیزي چارې به د د دوو میاشتو په موده کې بشپړ او ګتې اخیستنې ته به ورسپارل شي. د کانال د جوړېدو ترڅنګ ۱۰ کسانو ته په فني او ۵۰ کسانو ته په غیرفني ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په ورته وخت کې، د سپین بولدک ولسوالی سیمه ییز اوسېدونکي د کرنې ریاست او ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» ادارې څخه خوښي څرګنده کړه، چې د اوبو رسولو په موخه ورته اسانتیاوې برابرېږي.
د یادونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګروملتونو پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ، د ژړۍ ولسوالی مهاجرینو سیمه کې د ۱۸۵ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS