د کرنې وزیر د ځنګلونو د ساتنې په اړه د لغمان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره مشورتي ناسته وکړه

mail-admin
Sat, Oct 26 2024 11:25 AM
د کرنې وزیر د ځنګلونو د ساتنې په اړه د لغمان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره مشورتي ناسته وکړه

۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
 لغمان ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره پلاوي د سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د سیمه ییزو چارواکو په ګډون د ځنګلونو د ساتنې په اړه مشورتي غونډه دائره شوه.
 په دې غونډه کې، چې د لغمان والي مولوي شېراحمد حقاني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال احمدالله زاهد، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالحق مخدوم، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستيال مولوي باز محمد فيضان او د یاد ولایت د یوشمېر نورو دولتي او امنیتي لوړپوړو چارواکو په شتون کې دائره شوې وه، په ترڅ کې یې د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزیر د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت او د سیمه ییزو خلکو د مشورو د ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره قومي هر اړخيزه طرحه جوړه کړي.
دغه راز د دې غونډې په ترڅ کې سیمه ییزو چارواکو او مشرانو خلکو لپاره د بدیل سون توکو د برابرولو، د مصنوعي ځنګلونو د جوړولو، د صادقو ځنګل ساتونکو د ګمارنې او په هره سیمه کې د ځنګلونو د څارنې او ساتنې په موخه د سیمه ییزو کمیټو د جوړولو وړاندیزونه وکړل.
دغه غونډه، چې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د دولت او خلکو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په موخه جوړه شوې وه، د سيمه ييزو ټولنو د ملاتړ د پلانونو په پلي کولو باندې په ټينګار سره پای ته ورسېده.

نشست مشورتی وزیر زراعت با مسوولان محلی ولایت لغمان پیرامون حفاظت از جنگلات 
۵ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
 در جریان سفر مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش به ولایت لغمان نشست مشورتی پیرامون حفاظت از جنگلات با حضور مسوولان محلی ولایت لغمان برگزار شد.
 این نشست با مشارکت مولوی شیراحمد حقانی والی لغمان، احمدالله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت داخله، مولوی بازمحمد فیضان معین وزارت زراعت و دیگر مقامات ارشد دولتی و امنیتی این ولایت به هدف تبادل نظر و ارائه مشوره‌ها برای حفاظت از جنگلات برگزار شد.
در این نشست، وزیر زراعت بر اهمیت حفاظت از جنگلات و ضرورت اخذ مشوره‌های محلی تاکید کرد و خواستار همکاری مردم در این امر شد. وی از حاضران خواست تا یک طرح جامع قومی برای حفاظت از جنگلات تدوین کنند.
در ادامه، مقامات و بزرگان محلی پیشنهاداتی مانند تهیه مواد سوختی جایگزین برای مردم، ایجاد جنگلات مصنوعی، توظیف جنگلبانان صادق و ایجاد کمیته‌های محلی در هر منطقه برای نظارت و حفاظت از جنگلات را مطرح کردند.
این نشست که به هدف تقویت همکاری‌ها میان دولت و مردم برای حفظ جنگلات برگزار شده بود، با تاکید بر اجرای طرح‌های حمایتی برای جوامع محلی به پایان رسید.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS