د ننګرهار دکرنې ریاست: د جلغوزیو مالیې راټولولو لپاره د طبیعي زېرمو امر پچیراګام ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
Thu, Oct 17 2024 12:50 PM
د ننګرهار دکرنې ریاست: د جلغوزیو مالیې راټولولو لپاره د طبیعي زېرمو امر پچیراګام ولسوالی ته سفر وکړ

۲۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه، د طبیعي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل پچیراګام ولسوالی ته د جلغوزیو د مالیاتو راټولولو او د طبیعي ځنګلونو ساتلو په موخه سفر وکړ.
ښاغلي اتل د پچیراګام ولسوال مولوي سرحد، امنیه قومندان، د فرامینو او ترویج مدیرانو او څارنیزو کمېټو مسؤلینو سره په یوه ناسته کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې د جلغوزیو د مالیې راټولولو، د ځنګلونو د ساتنې، جلغوزیو په فني ډول راټولولو، د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي او د ځنګلونو د بیا رغونې په هکله خبرې وشوې.
په ناسته کې د پچیراګام ولسوالۍ ځایي مسؤلینو او څارنې کمېټو د ځنګلونو د ساتنې او پالنې په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ. 
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې طبیعي ځنګلونه شته دي، چې د سیمې د ښکلا ترڅنګ د اقلیم بدلون په برخه کې مثبت رول لوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS