میدان وردګ او اروزګان کې دڅارویود پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
Sat, Sep 28 2024 1:19 PM
میدان وردګ او اروزګان کې دڅارویود پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

۷ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د  میدان وردګو او اروزګان ولایتونو دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاستونه دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ د یادو ولایتونو د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د څارویو دپوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
دغه پروسه چې د «اف،اې،او»  په مالي همکارۍ ترسره کېږی، چې په ترڅ کې به یې د میدان وردګو په ولایت کې ۲۲ زره ډوزه او د اروزګان په ولایت کې ۱۶ زره  ډوزه واکسین پر څارویو پلي شي.
تر دې مهاله په دغو ولاستونو کې  سلګونه غواګاني واکسین شوي دي، چې د یادو ولایتونو دمالدارۍ آمرینو لخوا یې وخت په وخت  نظارت ترسره کېږي.
د لمپي سکین ناروغي د غواګانو او ګاو مېښو یوه ویروسي ناروغي ده، چې د حشراتو د چیچلو له لارې خپریږي، یاده ناروغي له انسانانو د بوټانو، جامو، اړینو وسایلو او سامانونو له لارې خپرېږي.
د نوموړې ناروغۍ له امله حیوانات ډنګرېږي، وزن له لاسه ورکوي او د څارویو پوستکي تخریبېږي، ددې تر څنګ په وخیمو حالاتو کی غولانځې پړسېږي چی له دی سره د شېدو تولید کمېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS