په ولسي غونډه کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ګډون او د بلخ ولایت له بزګرانو سره یې کتنه

mail-admin
Sun, Sep 08 2024 12:46 PM
په ولسي غونډه کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ګډون او د بلخ ولایت له بزګرانو سره یې کتنه

۱۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم»، د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالی کې د کرنې وزارت د کرنیزو کوپراتیفونو، مالدارانو، د تخمونو د تولید شرکتونو مسوولینو، بڼوالو، د لبنیاتو د تولید شرکتونو او صنعتي شرکتونو د مسوولینو په ګډه غونډه کې ګډون وکړ. 
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند وویل: «د هېواد د جوړولو وخت رارسېدلی، موږ ټول باید د هېواد په جوړولو کې ونډه واخلو، د بهرنیومؤسسو د مرستې په تمه مه پاته کېږئ، هېڅ کومه مؤسسه نه شي کولای، چې زموږ هېواد ورغوي، یوازې موږ په خپله کولای شو، چې خپل هېواد ورغوو، له اختلاف او تبعیض څخه ډډه وکړئ.»
په همدې حال کې د بلخ ولایت د کرنې رییس حافظ محمد موسی مبین وویل: «زموږ اصلي موخه د کروندګرو د ستونزو اورېدل او حل کول دي. موږ هڅه کوو چې کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو ته لا زیات خدمات وړاندې کړو.»
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار له کروندګرو څخه د اضافي غنمو د اخیستلو او زېرمه کولو بهیر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د امیر المؤمنین حفظه الله فرمان دی، چې د بزګرانو اضافي غنم باید په هغو ولایتونو کې وپلورل شي چې زیات تولید لري، دا غنم له بزګرانو څخه اخیستل کېږي او بیا په بېړنیو او کړکېچنو حالاتو او کله چې د غنمو بیه لوړه شي، بازار ته وړاندې کېږي.»
د یاد ولایت کروندګر له اسلامي امارت څخه غواړي، چې معیاري سړې خونې جوړې کړي، د تولید او پروسس فابریکې فعالې کړي، کیمیاوي سرې، اصلاح شوي تخمونه او کرنیز ماشینونه ووېشي او د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.
د بلخ ولايت د بلخ ولسوالی یو کروندګر عبدالکبير وويل: "«کروندګر اوبو ته جدي اړتيا لري. ډېری کروندګر د ځمکې لاندې اوبه کاروي. کرنیز ماشینونه، کیمیاوي سرې، اصلاح شوي تخمونه او آفت وژونکي وېشل او بزګرانو او بڼوالو ته مرستې وېشل د دې خلکو له نورو اړتیاوو څخه دي.»
دغه غونډه د بلخ ولایت د پنبې او غوړیو د تولید شرکت، د بلخ ولایت د کرنې ریاست او د جن او پرس فابریکو ټولنو له خوا د صنعت او سوداګرۍ ریاست، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د بلخ د کانونو ریاست په همغږۍ د پلاستیکي بوجیو د استعمال د مخنیوي او له تاري بوجیو څخه د استفادې په موخه جوړه شوې وه.

اشتراک معین مالی و اداری وزارت زراعت در نشست مردمی و دیدار با دهاقین ولایت بلخ
۱۸ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نشست مشترک دهاقین، کوپراتیف‌های زراعتی، مالداران، مسوولین شرکت‌های تولید تخم بذری، باغداران، مسوولین شرکت‌های تولید لبنیات و صنعتی در ولسوالی بلخ ولایت بلخ اشتراک کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت:« وقت سازنده گی کشور است باید همه در ساخت ساز وطن سهم بگیریم، منتظر کمک موسسات خارجی نباشید هیچ موسسه نمی‌تواند کشور ما را بسازد تنها خود ما سازنده این وطن خود هستیم، از اختلافات و تبعیض جلوگیری کنید.»
در همین حال حافظ محمد موسی مبین رییس زراعت ولایت بلخ گفت:« هدف عمده ما شنیدن مشکلات دهاقین و رسیده گی به آن است ما در تلاش بیشتر عرضه خدمات برای دهاقین، مالداران و باغداران هستیم.»
مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت پروسه خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین را بیان کرده گفت:« این حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله است که گندم مازاد دهاقین در ولایاتی که تولید بیشتر دارند خریداری و ذخیره شود، این گندم از دهاقین خریداری و در حالات اضطراری، بحرانی و بلند رفتن قیمت گندم دوباره به بازار عرضه می‌شود».
دهاقین این ولایت از امارت اسلامی می‌خواهند که سردخانه های معیاری ساخته، کارخانه ها تولیدی و پروسیس فعال، کود کیمیاوی، تخم اصلاح شده بذری و ماشین آلات زراعتی توزیع و از بلند رفتن قیمت‌ها جلوگیری نمایند.
عبدالکبیر یکتن از دهاقین ولسوالی بلخ ولایت بلخ گفت:« نیاز جدی دهاقین به آب است اکثریت دهاقین از آب زیر زمینی استفاده می‌کنند، ماشین آلات زراعتی، کود کیمیاوی و تخم اصلاح شده بذری، آفت کش ها و کمک به مالداران و باغداران از نیازهای دیگر این مردم است.»
این نشست به منظور جلوگیری استفاده از بوری‌های پلاستیکی و استفاده از بوری‌های تاری توسط شرکت تولیدی دولتی پنبه و روغن نباتی بلخ، ریاست زراعت ولایت بلخ و اتحادیه فابریکات جن و پرس با هماهنگی ریاست صنعت و تجارت و اطاق صنایع و معادن ولایت بلخ برگزار شده بود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS