میدان وردګو کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

content_admin
Tue, Sep 24 2019 1:55 PM
میدان وردګو کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

۲ تله ۱۳۹۸
په میدان وردګو ولایت کې د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» د پروژې چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت په موخه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلي کیږي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د میدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدین یمین وویل: « د کرنې له وزیر څخه مننه کوم، چې خپلې ژمنې یې په عمل کې ثابتې کړې، میدان وردګ له کرنې پرته بل څه نه لري، ددې ترڅنګ چې په دې ولایت کې ډېر کار شوې خو دا مرستې او پروژې بسنه نه کوی باید ددې ترڅنګ زموږ ولایت ته ډېره پاملرنه ووشي.»
ښاغلي یمین وویل، چې د اصلاح شویو تخمونو، څارویو، سړوخونو، بندونو او سربندونو، د مېوو پروسس او بسته بندي مرکزونو او جوسو فابریکو جوړولو په برخه کې دې جدي پاملرنه ووشي.
ددې پروژې لومړی پړاو د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
یاده پروژه د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمامیږي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې دي.
په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندې په برخه کې د وړتیالوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومدرنې ګلخونې جوړ شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ شي، د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه داچې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS