ننګرهار کې پر نږدې ۳۰ زره هکتاره ځمکه جوار کرل شوي

user-admin
Thu, Aug 03 2023 7:56 PM
ننګرهار کې پر نږدې  ۳۰ زره هکتاره ځمکه جوار کرل شوي


۱۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ننګرهار په  ۲۲ ولسوالیو کې پر ۲۹ زره او ۸۷۰  هکتاره ځمکه جوار کرل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې سږ کال د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو «بهسود، کامه، هسکه مينه، کوزکنړ، دره نور، ګوشته،  رودات،  بټي کوټ، سپین غر،  مومندره، سره رود،  خوږیانو، آچين، لعلپوره،  پچیراګام، چپرهار،  کوټ،  نازیان، شېرزاد، غني خېل،  دوربابا  او حصارک» کې پر ۲۹ زره او ۸۷۰ هکتاره ځمکه جوار  دکتار اوپاشان په بڼه کرل شوي .
تېرکال په ننګرهار کې پر ۲۱  زره او ۶۲۰  هکتاره ځمکه جوار  کرل شوې وه، چې ۷۲  زره او ۶۶۴ مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوې وه.
دغه راز د ننګرهار د کرنې ریاست د کارکوونکو له لورې بزګرانو ته د  جوارو  ناروغیو،  اوبولګولو،  کرنیزو عملیو، بازارموندنې، کتاري کرنې، سرې ورکولو حاصل ټولو  کې عملي او نظري روزنه ور کړل شوې ده.
جوار د غله جاتو له ډلې یو له هغو نباتاتو څخه ده، چې له غنمو څخه وروسته په ننګرهار کې په  زیاته اندازه کرل کېږي؛  چې د بزګرانو لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS