ننګرهار کې پر بزګرانو د روب جوړولو توکي ووېشل شوه

user-admin
Wed, Aug 02 2023 9:22 PM
ننګرهار کې پر بزګرانو د روب جوړولو توکي ووېشل شوه


۱۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د  ډاکار دفتر له لورې ۱۸۰  تنو بزګرانو ته د روب جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د  ډاکار دفتر په همکارۍ ددې ولایت  په شېرزادو، خوګیانو،  سره رود او روداتو ولسوالیو کې ۱۸۰ تنو بزګرانو ته د روب جوړولو وسایل ورکړل شوي دي.
په یادو توکو کې هر بزګر ته ۹ قلمه توکې چې،  یو کیلو یي او نیم کیلو یي پلاستیکي بوتلې، سلات ماشین،  پلاستیکي سطل،  تشت،  قابګیر او د روب جوړولو دوه ډوله کیمیاوي مواد شامل دي.
وړاندې تردې هم ذکر شویو بزګرانو ته د سبو اصلاح شوي تخمونه د ډېر حاصل ترلاسه کولو په پار ورکړل شوې وه.
دغه راز بزګرانو ته د روب جوړولو،  محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی،  بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS