د ننګرهار د کرنې ریاست: د اراضي امرینو او کارکوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه 

mail-admin
Sun, Jul 30 2023 1:28 PM
د ننګرهار د کرنې ریاست: د اراضي امرینو او کارکوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه 

۸ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس د اراضي، اړوند امرینو او مرکزي مامورینو په ګډون د ولسوالیو کارکوونکو سره د همغږۍ تاسته ترسره کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد کارکوونکو ته د سلسله مراتبو مراعتولو، غوره همغږۍ، په کارونو کې  روڼتیا، د امرینو او مشرانو اطاعت کولو امر وکړ.
د کرنې رییس د اراضي کارکوونکو او ولسوالیو دغصب مخنیو کمیټې  ته لازمې سپارښتنې وکړې او د قانون په چوکاټ کې د صلاحیتونو او مسولیتونو په ښه ډول ادا کولو ټینګار وکړ.
دغه راز د ځمکوالۍ چارو امر مولوی مراد خان صمیم کارکوونکو ته د حاضرۍ پابندۍ،  د مراجعینو سره غوره چلند،  نبوي درسونو پیلول،  د دفاترو پاکوالې، نویو ګمارل شويو مامورینو ته روزنه ورکولو او ګڼو نورو مسایلو  خبرې وکړې. 
همدارنګه مولوی صمیم د اراضي اړوند امریتونو او د ولسوالیو مدیریتونو ستونزې د کرنې رییسس سره شریکې کړي، چې د کرنې رییس له لورې د ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS