د کرنې وزارت پنځه نوي ګمارل شوي رییسان معرفي شول

user-admin
Thu, Jul 27 2023 4:21 PM
د کرنې وزارت پنځه نوي ګمارل شوي رییسان معرفي شول


۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت په وړاندیز او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پنځه نوي ټاکل شوي رییسان د اړوندو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول او خپلې چارې یې پیل کړې.
په لومړي بست کې مولوي شمس الله محمد د عشر او زکات د لوی رییس په توګه، په دویم بست کې حاجي ملا عبدالرحیم شاهد د خصوصي سکتور د پراختیا د رییس په توګه، مفتي عبدالغفور بخاري د تدارکاتو د رییس په توګه او شیرمحمد حاتمي د زهکشی رییس په توګه او نصرالله مظهري د کورنۍ اقتصاد ریاست څخه د کرنې وزارت د عشر  رییس په توګه د اړوند ادارو کارکوونکو ته ورپېژندل شول.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د نويو ټاکل شویو رییسانو په پېژندغونډه کې وویل: «ټول رییسان مسوولیت لري، چې خپلې دندې په سمه او شفافه توګه ترسره کړي، هر کس مسوولیت لري، چې خپله دنده په صادقانه توګه ترسره کړي دا ایماني او وجداني دنده ده.»
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي وویل: «هر یو دې باید خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي، څو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خپلو هڅو په پایله کې پر ځان بسیا شو.»
د یاد پروګرام  په پای کې د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوي محمد حسین خورشید د پنځو نویو ټاکل شویو رییسانو د تقرر فرمان ولوست او هغوی ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

پنج تَن از رئیسان جدید التقرر در وزارت زراعت معرفی شد
۵ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
براساس پیشنهاد وزارت زراعت و  حکم امیرالمومنین حفظه الله ، پنج تَن از رئیسان جدید التقرر  در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  معرفی و به کارش آغاز نموده اند.
 مولوی شمس الله محمد در بست اول به‌صفت رئیس عمومی عشر و زکات، حاجی ملا عبدالرحیم شاهد در بست دوم به‌صفت رئیس انکشاف سکتور خصوصی، مفتی عبدالغفور بخاری به حیث رئیس تهیه و تدارکات، شیرمحمد حاتمی به حیث رئیس زهکشی و نصرالله مظهری تبدلا از ریاست اقتصاد خانواده به‌حیث رئیس عشر  در وزارت زراعت معرفی شده اند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  در محفل معرفی رئسای جدید التقرر گفت:« تمامی رئیسان مسئولیت دارند تا وظایف شان را به‌شکل درست و شفاف انجام دهند، هرشخص مسئولیت دارد تا کاری خویش را صادقانه انجام دهد این وظیفه ایمانی و وجدانی است.» 
درهمین حال، مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت:« هر شخص وظیفه خویش را به‌صورت درست انجام دهد تا به اثر تلاش در بخش زراعت و مالداری به خود کفای برسیم.»
در اخیر این برنامه، مولوی محمد حسین خورشید رئیس دفتر وزرات زراعت، حکم تقرری پنج تن از رئیسان جدیدالتقرر را به خوانش گرفته  و آرزوی موفقیت برایشان  در پیش برد امور کرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS